د تهران سيمهیيزه ناسته چې د ایران په ابتکار د سیمې هېوادونو د استازو په حضور د یکشنبې او دوشنبې په ورځو جوړه شوې وه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره پایته ورسېده.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو دغه دوه ورځنۍ غونډه کې، افغانستان کې د هر ډول بهرني نظامي حضور لپاره هڅو سره مخالفت څرګند کړ.
د ایران ايسنا خبري اژانس نن (دوشنبې، قوس ۲۴) راپور ورکړی چې د دغې ناستې د پای اعلاميه کې د افغانستان د ثبات او امنيت د ټينګښت پر اړتيا ټينګار شوی.
د اعلاميې پر بنسټ، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ځانګړو استازو ويلي چې د يو باثباته افغانستان د رامنځته کولو لپاره له دې هېواد سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دي.
اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د افغانستان له خاوري څخه د امنيتي ګواښونو د رامنځته کېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، ګاونډيو هېوادونو د ترهګرۍ، نشهيي توکو او انساني قاچاق پر ضد د همکارۍ لپاره چمتووالی ښوولی.
همدارنګه د دغې غونډې په اعلاميه کې د ننګونو د حل او د خبرو مېز ته د اسلامي امارت او پاکستان د ورګرځېدو لپاره د سيمهیيزې ډيپلوماسۍ پر اهميت ټينګار شوی.
اعلاميه کې راغلي چې ګډونوالو د ترکمنستان په کوربهتوب د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې په ترسره کولو هوکړه کړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ايران بهرنیو چارو وزير سیدعباس عراقچي دغه غونډه کې د سيمهیيزو ميکانېزمونو پر اهمیت ټينګار کړی او ويلي، یوازې د سیمې هېوادونه کولی شي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ روانې ننګونې حل کړي.
سره له دې چې اسلامي امارت هم د تهران ناستې ته بلل شوی و، خو استازي یې په کې ګډون ونهکړ.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دوهم سياسي مرستيال ذاکر جلالي تازه د ايران د بهرنیو چارو وزير له څرګندونو د هرکلي ترڅنګ یې د امنيتي تګلارې پر ځای پر اقتصادي ډیپلوماسۍ ټینګار کړی.
«له شک پرته چې له ۲۰۲۱م کال مخکې افغانستان د لسګونو هېوادونو د پوځي حضور ترڅنګ، یوازې د افغانانو نهبلکې د ټولې سيمې لپاره په امنیتي ستونزې بدل شوی وو. خو نن ورځ افغانستان نور د بحران د مديريت يو موضوع نه ګڼل کېږي؛ بلکه د دې هېواد د جيو-اقتصادي موقعيت، د اوسني حکومت د نېک نيت او د اقتصاد محوره بهرني سياست په پام کې نيولو سره، افغانستان کولی شي د مرکزي آسيا، لوېديځ او سويلي آسيا ترمنځ يو مؤثر ارتباطي پل وګرځي.»
د پوهنتون استاد مطیعالله آرینپور وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحران له دوه اړخيزې کچې وتلی او سیمې ته غځېدلی چې له امله يې د ګاونډيو هېوادونو امنيتي اندېښنې زياتې شوي.
«د تهران غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نهشتون، له تهران څخه د کابل د واټن اخیستو او د سیاسي بېباورۍ ښکارندويي کوي. له دې امله کېدی شي افغانستان د سيمې په کچه د يو منزوي لوبغاړي په توګه وګڼل شي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحران له دوه اړخيزې کچې وتلی او يوه سيمهیيزه موضوع ګرځېدلې. د دې وضعیت پایلې پر کډوالي، سرحدي ناامني او د بېلابېلو ډلو پر فعاليت اغېز کوي چې د ګاونډيو هېوادونو لپاره یې اندېښنې رامنځته کړي.»
سیاسي څېړونکی نجیبالرحمان شمال وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ننګونو پایته رسولو لپاره سيمهیيزې هڅې شوي، خو تر اوسه د افغانستان په اړه ګډه تګلاره او نظر نه دی رامنځته شوی.
«سيمهیيزو هېوادونو د افغانستان په تړاو هڅې کړي، خو بايد وويل شي چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه د سيمهیيزو هېوادونو ترمنځ ګډ نظر نه دی رامنځته شوی. په درې پړاوه خبرو کې چې بېلابېلو هېوادونو د منځګړو په توګه کار وکړ او د دواړو اړخونو استازي يې راغونډ کړل، څو تلپاتې سولې او اوربند ته ورسېږي، دغه مذاکرات بېپایلې پایته ورسېدل. نن هم چې ايران هڅه کوي، د دې خبرو د اغېزمنتوب لپاره اړينه ده چې سيمهیيز هېوادونه پر پاکستان فشار راوړي، څو د افغانستان په وړاندې دوه مخی سياست پایته ورسوي.»
د تهران سيمهیيزه ناسته د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته داسې حال کې ترسره شوه چې په کې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د ننګونو د حل لپاره د سيمهیيزو ميکانېزمونو پر اهميت ټينګار وشو.