Asset 1SWN

د تاجیکستان ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د افغانانو مرستې ته راودانګي

امام_علی-رحمان-1-rc7pttidfkrdsno2tyyssp86zoxwoi7oq5t5nhyw08

د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره، په ځانګړي ډول د وچکالۍ او وروستۍ زلزلې له اغېزمنو سره د مرستې لپاره چمتووالی لري.

رحمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د زیان‌ کچې کمولو لپاره د بشري مرستو په رسولو کې پراخ ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو مرستې ته راودانګي، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې د وچکالۍ او زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د تاجیکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د بشپړ امنیت، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ غوښتونکی دی او په دې برخه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

یاده دې وي چې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې ۸۰یمه غونډه د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو د استازو په ګډون په نیویارک کې پیل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام