د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني پلعلم کې بېوزله کورنیو ته د مرستو وېش پر مهال ویلي، کورني او نړیوالو بنسټونه دې د بېوزله او اړو کورنیو لاسنیوی ته دوام ورکړي.
مدني وویل، د تېرو جکړو له امله د لوګر خلک ډېر زیانمن شوي او اړتیا ده چې کورني او نړیوال بنسټونه د تېرو جګړو له امله زیانمنو شویو او بې وزله کورنیو سره خپلې مرستې دوامداره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
والي همدارنګه وویل، روانې مرستې بې وزله او اړو کورنیو ته بسنه کوي او د ژمې له رارسیدو وړاندې دې د بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشي.
لوګر والي همدارنګه د بشري مرستو د وېش په شفافیت هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هر کورني او نړیوال بنسټ چې له بې وزله کورنیو سره مرسته کوي باید په شفافه توګه یې پرې ووېشي.
پل علم کې د یوې بې وزله کورنۍ سرپرست احمدشاه سلام وطندار راډیو ته وویل، د لوګر لایت د شهیدانو ورثه او بې وزله کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې وشوې.
نوموړي زیاته کړه، دغه مرستې دوېته بسنه نه کوي او اړتیا ده چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې په بې وزله او اړو کورنیو په دوامداره توګه بیلابیلې مرستې ووېشل شي.
باید وویل شي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار او ولسوالیو کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان(WFP) او یو شمیر نورو ادارو له لوري په شاوخوا ۵ زره بې وزله او اړو کورنیو خوراکي، غیرې خوراکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.