د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د کب ۲۲مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن یکشنبه د کب ۲۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.