د افغانستان بانک سبا «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې سبا سهشنبه د غويي ۱۹نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (دوشنبه د ۱۴۰۲ د غويي ۱۸) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سهشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.