![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/06/بدخشان-1-qqd8japevtaywalbi803t32t9b1ft74sxvmwmwe748-300x195.png)
بدخشان کې ځمکښویېدنې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل کړي
د بدخشان په یمګان ولسوالي کې ځمکه ښویېدلې چې له کبله یې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمداکرم اکبري وايي، دا پېښه پرون (د چنګاښ اتمه، د جمعې ورځ) د یمګان ولسوالي په «وني» سیمه کې شوې ده.