شنونکي: د نشه‌يي توکو قاچاق به ترهګرې ډلې پیاوړې کړي

د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي، د هند بهرنیو چارو وزیر اس‌جي شنکر او د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه چاره د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره جدي ګواښ وباله.