د ښځو پر کار بندیز؛ وېسټ: دا پرېکړه اړمنو ته له مرګه ډک ګواښونه رامنځته کوي
د افغانستان په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر کار د بندیز پرېکړې ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه پرېکړه غیرمسوولانه بللې ده.