مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنې پرون (د چنګاښ پنځلسمه، د جمعې ورځ) وشوې چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان د څه باندې شپاړلس میلیونه رایو په ګټلو سره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې مسعود پزشکیان د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۳۰ میلیونه حساب شویو رایو له ډلې څه باندې ۱۶ میلیونه رایې خپلې کړې دي.

شوکت میرضیایوف د اوزبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د اوزبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان کړی چې شوکت میرامانوییچ میرضیایوف چې د لېبرال ډیموکراټیک ګوند په استازولۍ نوماند شوی و، د دغه هېواد ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، میرضیایوف د ۸۷،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د اوو کلونو لپاره د اوزبکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.