د ۵۰۰ شرکتونو د دیوالي کېدو اندېښنه؛ د پنځه میلیارده ډالرو پروژې نیمګړې پاتي
نن کابل کې د ودانیزو شرکتونو ټولنې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې له نږدې درېوو میاشتو راهیسې د ودانیزو پروژو چارې په ټپه درېدلي او مسوولان یې یادې ستونزې ته پام نه کوي.