د اسلامي امارت کابینه: بېګناه بندیان دې هر څه ژر خوشې شي
د اسلامي امارت د چارو ادارې ویلي چې د بېګناه زندانیانو د خوشېکولو په اړه د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده د فرمان پلي کولو په موخه د مرکز او ولایتونو ټولو بندخونو د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.