د بېوزلۍ له امله کندوز کې یوه خبریال د خپل د کور توکي پلورلي
د کندوز د ملي ټلویزیون خبریال سیدحکیم حکیمي په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي چې د بېوزلۍ له امله یې د خپل د کور توکو پلور ته مخه کړې، څو ژوندی پاتې شي. حکیمي په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې اړ شو، څو د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.