ولایتي خبریالان: چارواکي پر وخت معلومات نه راکوي او اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن شوی

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په هېواد کې زیات شمېر غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ د مالي امکاناتو نشتوالي له کبله وتړل شوې چې ګڼ‌شمېر کارکوونکي يې، اوس د وزګارتیا له امله بې‌برخلیکه دي، خو هغه رسنۍ چې اوس هم فعالیت کوي، خبریالان یې وایي چې د رپوټ جوړولو پر مهال په اسانۍ اطلاعاتو ته په لاس رسي نه بریالي کېږي.