د فاریاب د شېرین‌تګاب په روغتون کې د روغتیايي امکاناتو نه‌شتون په اړه د خلکو شکایت

د فاریاب د شېرین‌تګاب ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالي په ۲۰ بستریز روغتون کې روغتیايي خدمتونه نشته او په وینا یې، یاد روغتون د درملو او نورو روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی.
امان‌الله چې ماشوم یې د شېرین‌تګاب په ۲۰ بستریز روغتون کې بستر دی وايي، روغتیايي امکانات نشته او دی اړ شوی چې د اړتیا ور درمل له دباندې څخه راوړي.