د افغانستان بانک سبا ۱۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان مرکزي بانک نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت کمېدو لپاره، د افغانستان بانک غواړي سبا د داوطلبۍ په په ترڅ کې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.