پر «روماتېزم» یوشمېر اخته مېرمنې روغتیايي امکاناتو له نه لاسرسي شکایت کوي

پر روماتېزم ناروغي یوشمېر اخته ښځې شکایت کوي چې په روغتونونو، په تېره دولتي هغو کې د دې ناروغي د درملنې امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري او وايي، په یادو روغتونونو کې د امکاناتو کمښت او د دوی کمزوری مالي وضعیت لامل شوي چې درملنه یې پاتې شي. د کابل اوسېدونکې شبنم لس کاله کېږي چې پر روماتېزم ناروغي اخته ده. هغه وايي، د پښو او لاسونو سخت دردونه او د وجود د غړیو نه خوځښت یې ځوروي.