جوزجان کې د ګازو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د جوزجان په یتیم‌تاق سیمه کې د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او سفیر ډریلینک سروېسېز په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، د اووه‌نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۶۵۰ مترو په ژوروالي سره د ګازو د دغو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد د یوه کال لپاره لاسلیک شوی دی.

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال را اېستلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران په تېره یوه ورځ کې د هرات اسلام‌کلا له لارې ۱۷۷۳ افغانان په زوره هېواد ته را ګرځولي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان هم په تېره یوه ورځ کې ۳۲۴ افغانان د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته په زوره راګرځولي دي.