ولسمشر غني ايران ته په خطاب کې: تېل راکړئ اوبه واخلئ
ولسمشر محمد اشرف غني نن نيمروز ولايت کې د کمال خان بند پرانیسته وکړه. د ياد بند پرانيستل په داسې حال کې کېږي چې د وري مياشتې څلورمه نېټه د اوبو د مديريت ملي ورځ نومول شوې ده. د کمالخان بند پرانيستلو کې له جمهور رييس غني سره د نوموړي مرستيالان او يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل وو.