استادان د دارالمعلمینونو د لغوه کولو پرېکړه ناعادلانه بولي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر استادان د ښوونکو د روزنې بنسټونو د لغوه کولو پرېکړې په غبرګون کې وايي، دغه بنسټونه اغېزناک دي او باید د پوهنې وزارت له چوکاټ څخه ونه اېستل شي.