د سینې پر سرطان اخته مېرمنې: په افغانستان کې مو درملنه نه کېږي

یوشمېر افغان مېرمنو چې د سینې پر سرطان اخته دي، له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ درملو پېرلو ته د نه لاسرسي له کبله باید په دوامداره توګه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي.
دوی وايي، تمه نه لري چې د افغانستان په روغتونونو کې دې یې درملنه وشي او په وینا یې، هېواد کې یې درملنه نه کېږي.