د دولت د سولې د مذاکراتي پلاوي ۴ غړي کابل ته راغلل د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د دولت د سولې د مذاکراتي پلاوي ۴ غړي د اداري او شخصي کارونو د ترسره کولو په موخه کابل ته راغلي او بېرته دوحې ته ځي.