د شخړې ښکېل اړخونه جګړهييز اصول په پام کې نه نیسي
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري نن د دغه کمېسیون د نولسمې کلیزې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالي او د جګړې دوام په اړه اندېښنه وښوده. هغه وايي، د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د بریدونو زیاتوالی د ملکیانو د مرګژوبلې کچې د لوړېدو لامل شوی دی.