مطالعې ته د لېوالتیا کمښت؛ یو‌شمېر ځوانان: کتاب‌لوستلو ته انګېزه نه‌لرو

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچې ارزونې او مطالعې ته د انګیزې کمښت لاملونو موندلو په موخه له ۶۸ زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو سره مرکې کړي چې پرمهال یې، موندل شوې، ډېری دغه ځوانان مطالعې سره لېوالتیا نه‌لري. د تخار اوسېدونکی حسیب‌الله چې زده‌کړیال دی، وايي، د پخوا په پرتله یې، مطالعې ته انګېزه کمه شوې او اوس ډېره کمه مطالعه کوي.