بامیان کې پر خوارځواکي د اخته امېندواره ښځو شمېر زیات شوی

د بامیان په لرې پرتو سیمو کې یوشمېر امېندواره مېرمنې وايي، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی، د سالمو خوړو نه لرل او اقتصادي ستونزې یې لامل شوي چې د امېندوارۍ پر مهال پر خوارځواکۍ اخته شي.
امنه احمدي چې ۳۱ کاله عمر لري او د پنځو میاشتو امېندواره ده وايی، د اقتصادي ستونزو له کبله یې سالم خواړه نه‌دي خوړلي او اوس پر خوارځواکۍ اخته ده.