سمنګاني: د جوزجان د اوسېدونکو د اجباري کډه کولو خبرونه ناسم دي
د اسلامي امارت چارواکو د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالي اوسېدونکي د زور له لارې د کډه کولو په تړاو خپاره شوي خبرونه رد کړي او هغه یې بېبنسټه بللي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د جوزجان ولایت اوسېدونکي په زوره د کډه کولو په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.