![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/03/کندهار-ماشوم-280x300.jpeg)
کندهار کې د هغه ماشوم مړی موندل شوی چې ۲۸ ورځې مخکې ورک شوی و
د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلاموطندار ته وویل، د مزملاحمد خان په نوم یو ماشوم چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون خان چمن اوسېدونکی و او څه موده مخکې ورک شوی و، پرون یې مړی د کور مخې ته تر پلچک لاندې پیدا شوی دی.