ټاکل شوې چې د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسدحسن الشېباني په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته سفر وکړي.
نوموړي ته د سعودي بهرنیوچارو وزیر شهزاده فیصل بنفرهان بن عبدالله بلنه ورکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زه ویاړم چې د خپل هېواد په استازيتوب په خپل لومړي نړیوال سفر سعودي عربستان ته ځم.»
الشېباني همداراز لیکلي چې سعودي عربستان سره په هره برخه کې ښې ستراتیژیکې اړیکې غواړي. الشېباني د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د واکمن حکومت له لوري د سوریې بهرنیوچارو وزیر په توګه وټاکل شو.
تېره ورځ نوموړي له خپل کوېټي سیال عبدالله الیحیی سره دمشق کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې دی به د نوي عیسوي کال په لومړۍ اوونۍ کې له سعودي عربستان لیدنه وکړي.
الشېباني همداراز دې خبري ناسته کې له کوېټ هم مننه وکړه چې دمشق کې یې، خپل سفارت بېرته پرانېستی دی.