Asset 1SWN

د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن مسکو ته سفر کوي

Ahmad-alsharaa-2-1024x576-1

ټاکل شوې چې د سوریې ولسمشر احمدالشرع نن (چهارشنبه، د تلې ۲۴مه) مسکو ته سفر وکړي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا تایید کړې چې ولسمشر الشرع به په دې سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې، د رویټرز خبري اژانس د یوه سوریایي رسمي سرچینې له قوله لیکلي چې احمدالشرع به د روسیې د سمندري اډې د دوامداره حضور په اړه چې په طرطوس کې موقعیت لري او همدارنګه د روسیې د هوایي اډې په اړه چې په حمیمیم سیمه کې ده، خبرې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سرچینې ویلي، ولسمشر الشرع به په رسمي ډول له روسیې وغواړي چې د پخواني رژیم ړنګ شوی مشر بشارالاسد د محاکمې لپاره سوریې ته وسپاري. د الشرع په وینا، اسد د هغو کړنو مسول دی چې ده یې «د سوریایي خلکو پر وړاندې جنایتونه» بللي دي.

ولسمشر الشرع تر دې مخکې د دوشنبې پر ورځ امریکايي تلویزیون CBS  سره په یوه مرکه کې ویلي و چې هېواد یې هڅه کوي د بشارالاسد د محاکمې لپاره له قانوني لارو کار واخلي، پرته له دې چې له روسیې سره چې اوس د اسد کوربه دی، ترینګلتیا رامنځته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام