د سوریې حکومت د کُردانو له پوځي ډلې «د سوریې ډیموکراټیک پوځ» سره د اوربند هوکړه کړې.
د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې د دواړو خواو ترمنځ له څو ورځو جګړې وروسته د دغه اوربند له مخې به کُرد ځواکونه اوس د احمد شرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي او ټاکل شوې چې د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، ووځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوربند هوکړې له مخې به، کُرد ځواکونه د سوریې له ملي پوځ سره مدغم شي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، دولتي ادارې به په حسکه، دیرالزور او رقې ولایتونو کې خپل فعالیت پیل کړي، ټولې سرحدي لارې، د تېلو او ګازو ساحې به حکومت ته وسپارل شي او د «د سوریې ډیموکراټیک پوځ» اړوند امنیتي او اداري جوړښتونه به د دولت په چوکاټ کې شامل شي.
تر دې وړاندې د سوریې لنډمهالي حکومت اعلان کړی و چې دغه هېواد کې مېشتو کُردانو ته له پوره حقوقو سره د سوریې تابعیت ورکول کیږي.