Asset 1SWN

سلام وطندار

سوریې ۴۰کاله وروسته نړیوال بانک سره یو سند لاسلیک کړی

سوریه

سوریې له نړیوال بانک سره د برښنا شبکې بیارغونې په موخه یو سند لاس‌لیک کړی چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې یاد هېواد کې د نړیوال بانک لومړۍ پروژه ده.

د راپورونو پر اساس، د سوریې د مالیې وزیر محمد یاسر بارنیه ویلي چې د دې پروژې مالي لګښت د پور بڼه نهإلري او د وړيا مرستو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې چې د نړیوال بانک په همکارۍ په بېلابېلو برخو کې نورې پروژې هم د چمتو کېدو په حال کې دي چې د یاد بانک د بلاعوضه مرستو له لوري به یې مالي ملاتړ وشي.

د یادولو ده چې د روان کال په جون میاشت کې نړیوال بانک سوریې کې د برښنا شبکې د بیارغونې لپاره ۱۴۶ میلیون ډالره مرسته تصویب کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام