Asset 1SWN

سلام وطندار

سوریې او سعودي د میلیاردونو ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

HAQOkgBX0AA5G9D

دمشق او ریاض د هوايي چلند، انرژۍ، املاکو او مخابراتو په برخو کې د سترو پانګونو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. دا تړون د سوریې د نوې رهبرۍ د بیا رغونې د هڅو برخه ده چې هېواد یې له ۱۴کلنې کورنۍ جګړې وروسته له سختو ویجاړیو سره مخ دی.

د سوریې د پانګونې ادارې مشر طلال الهلالي اعلان کړی چې په تړون کې د حلب په ښار کې د یوه نوي نړیوال هوايي ډګر جوړول، د سوریې–سعودي ټیټ لګښت هوايي شرکت پیل او د “سیلک‌لنک” په نوم د مخابراتو پروژه شامله ده چې موخه یې د سیمې د ارتباطي مرکز په توګه د سوریې بدلول دي.

سعودي عربستان د سوریې د نوې رهبرۍ مهم ملاتړی بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا هوکړه له هغه وروسته شوې چې امریکا د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې پر سوریې لګېدلي بندیزونه لرې کړل. د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح وویل، د «ایلاف» نوي صندوق له لارې به دوه میلیارده ډالر د حلب د دوو هوايي ډګرونو پر پراختیا ولګول شي.

د مخابراتو وزیر عبدالسلام حیکل هم وویل چې نږدې یو میلیارد ډالر به د نوري فایبر شبکو د پراختیا لپاره ولګول شي. همدارنګه، فلای‌ناس او د سوریې د ملکي هوايي چلند اداره د «فلای‌ناس سوریه» د نوي هوايي شرکت پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي چې تمه ده په ۲۰۲۶م کال کې فعالیت پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام