د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته سوریه سوریه نن «یکشنبه، اکتوبر پنځمه» خپلې لومړۍ پارلماني ټاکنې کوي. دا ټاکنې د دغه هېواد د نوي سیاسي پړاو یوه مهمه مرحله بلل کېږي چې چارواکي یې د «وطن یووالي او د ټول ولس د استازیتوب» پر لور یو ګام ګڼي.
د سوریې لوړې ټاکنیزې کمېټې غړې او ویاندې نوار نَجمه ویلي، دا ټاکنې «پر هغه لور یو اوږد مزل دی چې د ټولو سوریایانو ګډ وطن جوړ کړي، یو داسې وطن چې د خلکو د فداکاریو وړ وي».
نوموړې پر اېکسپاڼه لیکلي: «ستاسو رأیه د سوریایانو هیله ده.»
د لنډمهال اساسي قانون له مخې، نوی پارلمان د غیرمستقیم انتخاباتي میکانېزم له لارې جوړېږي، نه د خلکو په مستقیمو رایو. د دې پارلمان موده ۳۰ میاشتې ټاکل شوې او د اړتیا پرمهال د غځېدو وړ ده.
د ټاکنو له اصولو سره سم، سیمهییز بنسټونه چې غړي یې د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د لوړې کمېټې لخوا ټاکل کېږي، د پارلمان دوه پر درې برخې (له ۲۱۰ غړو څخه ۱۴۰ څوکۍ) ټاکي او پاتې یو پر درې برخه (۷۰ څوکۍ) به ولسمشر خپله وټاکي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې ټاکنو کې ۱۵۷۸ نوماندان برخه اخلي چې شاوخوا ۱۴سلنه یې ښځې دي. د نوماندانو په منځ کې د امریکا-سوریې دوه تابعیته یهودي وګړی هنري حمرا هم شامل دی؛ هغه د تېرو نږدې اوو لسیزو راهیسې لومړی یهودی نوماند بلل کېږي.
د ټاکنو د لنډمهال قانون له مخې، نوماندان باید د پخواني رژیم ملاتړي نه وي او نه د تجزیې یا د هېواد د وېش پلویان وي. شاوخوا ۶۰۰۰ ټاکنیز استازي نن سهار له نهو بجو د ماښام تر پنځو پورې (د سیمې له وخت سره سم) د مختلفو سیمو په ټاکنیزو مرکزونو کې خپلې رایې کاروي.
تمه ده چې د رایو لومړنۍ پایلې نن ماښام اعلان شي، خو د پارلمان رسمي جوړېدل به هغه مهال بشپړ شي چې ولسمشر احمدالشرع پاتې ۷۰ غړي هم وټاکي. د رویټرز د راپور له مخې، څېړونکي باور لري چې د احمدالشرع لهخوا د ټاکل کېدونکو ۷۰ استازیو ترکیب به د نوي مقننه بنسټ د مشروعیت او اغېز اصلي کچه وټاکي.
که ولسمشر د ښځو او لږکیو استازو ته برخه ورکړي، د پارلمان جوړښت به لا ډېر متنوع او استازیتوب به یې پراخ وي.
د ټاکنو لوړې کمېټې په اګست میاشت کې اعلان کړی و چې د سویدا، رقه او حسکه ولایتونو ټاکنې د امنیتي ننګونو له امله ځنډېدلې دي؛ خو په سپټمبر میاشت کې په ځینو برخو کې فرعي کمېټې جوړې شوې، څو د ټاکنو ترسره کېدل یقیني کړي.