پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دغه ځانمرګی برید نن (شنبه، سرطان ۷مه) د شمالي وزیرستان د میرعلي «خدي» سیمه کې شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ملکیان په کې ژوبل شوي هم دي.
د راپورونو پر اساس، د ګڼ شمېر ټپیانو وضعیت هم نازک ښوول شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې برید کوونکو لومړی په پاکستاني پوځیانو موټر بم برید کړی او وروسته یې وسلهواله نښته هم کړې ده.
د پاکستان امنیتي سرچینو په خبره، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.
د برید مسوولیت اسود الحرب ډلې چې د حافظ ګل بهادر یوه فرعي څانګه ده، منلی.
دې وروستیو میاشتو کې شمالي وزیرستان کې دغه برید تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.