د هواپېژندنې ریاست مسوولان وايي چې نن جمعه، لیندۍ ۲۳مه د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، بېلابېلو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد ریاست داسې مهال په یوشمېر ولایتونو کې د سختو بادونو د اټکل په اړه خبرداری ورکوي چې ډېری ولایتونو کې ژمۍ په رانږدې کېدو دی او هوا ورځې تر بلې سړېږي.
په خبرپاڼه کې د بادونو دغه اټکل یوازې د نن ورځې تر پای شوی دی.
د روان کال چنګاښ میاشت کې د ننګرهار په ګډون څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې د حکومت د شمېرو له مخې، ۵۲ کسانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د هوا پېژندنې ریاست له دې وړاندې هم په هېواد کې د اورښتونو او له امله یې، د سېلابونو راوتلو په تړاو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی او لارښوونه یې کړې چې د سیندونو غاړو ته له ورتګ ډډه وکړي.