Asset 1SWN

سلام وطندار

ستانکزی: مشران دې هېواد کې د ټولو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي

IMG-20250118-WA0026

د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د سرپرست حکومت مشران دې هېواد کې د ټولو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

نوموړي دغه څرګندونې شنبه، مرغومې ۲۹مه خوست کې د دستاربندۍ مراسمو کې د وینا پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وويل: «زموږ د امارت له مشرانو تقاضا دا ده چې په هېواد کې د ټولو پرمخ د علم دروازې پرانيزي؛ دې ته هېڅ بهانه نشته او نه به يې کوي. ټوله نړۍ زموږ سره په همدې يوه مشکل باندې اخته ده، نو زما غږ دی پر مشرانو چې پرته له قيد او شرط د زده‌کړو دروازې پرانيزي د شرعي اصولو په چوکاټ کې.»

عباس ستانکزي دا هم وويل چې د اسلامي امارت له مشرانو څخه د ټول ملت توقع ده چې کار اهل کار ته وسپاري. ستانکزي زیاته کړه، هر چېرته چې کار اهل کار ته نه وي سپارل شوی؛ هلته به هېڅ کار په مخ لاړ نشي او خرابی به رامنځته کېږي.

هغه زياته کړه چې څوکۍ بايد د يو چا خوشحاله کولو لپاره ونه‌وېشل شي او مسلکي څوکی«دندې» بايد مسلکي کسانو ته ورکړل شي. نوموړي دغه‌راز وويل چې پر خلکو بايد په زور د حکومت کولو څخه صرف نظر وشي او د خلکو مشروع غوښتنې بايد ومنل شي.

نوموړي وويل چې په ۲۱ پېړۍ کې مشوره کول ضرور دي او بايد ولس د حکومت په ټولو موضوعاتو کې شريک وي، څو د هرې موضوع ټول اړخونه ښه وڅېړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت  سیاسي مرستیال همداراز ټينګار وکړ، که اوسني حکومت سره ولس په څنګ کې ولاړ و، بيا به د هېڅ قدرت زور پرې ونه‌رسيږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شېرمحمدعباس ستانکزي له دې وړاندې هم هېواد کې د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځیو او زده‌کړو دروازو پرانېستلو غوښتنه کړې او علم کول یې، فرض ګڼلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام