د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډيسيای موسسې په همکارۍ، په دوو جلا، جلا پروګرامونو کې د شیدو د راټولولو معياري کيټونه او د څارویو د ساتنې اړین توکي لسګونو مالدارانو ته ووېشل.
چارواکي وايي دا ګام به د شیدو د کیفیت په لوړولو او د څارویو د روغتیا په خوندي کولو کې مهم رول ولوبوي.
د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حاجي ملامحمدګل اعجمي وايي چې ۶۲ مالدارانو ته داسې کيټونه ورکړل شوي چې په هر یوه کې د شیدو د لېږد لپاره ډرم، د شیدو لوشلو سطل او ۱۰ کیلوګرامه منرالي خښته شامله ده.
هغه وویل: «یادې مرستې به مالدارانو سره مرسته وکړي چې خپلې شیدې په پاکو او معیاري لوښو کې ولوشي او د شیدو ټولولو مرکزونو ته یې انتقال کړي، څو مصرفوونکو ته پاکې او خوندي شیدې ورسېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د یاد ریاست له لوري د مرکز لښکرګاه ۴۴ ځایي مالدارانو ته د څارویو د ساتنې لپاره د غوجلو جوړولو اړین توکي ورکړل شوي دي.
په دغو توکو کې ۴۰۰ خښتې، یو هوا کش، پنځه ګونۍ چونه، سمنټ، د اوبو لوښي او نور مواد شمل دي. «د دې مرستو موخه د څارویو لپاره سالم ژوند برابرول، د ضررناکو حشراتو مخنیوی او د حیواناتو د روغتیا ساتل دي.»
په ورته مهال چارواکي او مرسته کوونکې موسسه هیله لري چې د دغو پروګرامونو په دوام سره، د هلمند مالداران وکولای شي، خپلې اقتصادي ګټې لوړې کړي او د حیواني محصولاتو کیفیت نوره هم ښه کړي.