د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو پرمهال لږترلږه ۵۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو په منځ کې لږترلږه اووه ماشومان هم شامل دي.
بریدونه تر ډېره په کلابنده غزې ښار او شاوخوا سیمو کې شوۍ چې ګڼې کورنۍ یې د خپلو غړو د وژنې او ټپيکېدو له امله د غم په ټغر کېنولي دي.
عیني شاهدان وایي، اسراییلي الوتکو او توپخانو په پرلهپسې توګه هستوګنیزې سیمې په نښه کړي او لسګونه کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي. په همدې حال کې د مرستندویو ډلو په وینا، د مړو او ټپیانو شمېر ښايي د ژغورنې عملیاتو پر مهال نور هم لوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فلسطیني چارواکو په خبره، له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسراییلو د پرلهپسې عملیاتو له امله د غزې په ښار کې د انساني وضعیت کړکېچ بېساری شوی دی. نړیوال سازمانونه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او د اوربند غوښتنه کوي.