د میدانوردګ د چاپېریال ساتنې، ښاروالي او کرنې ریاستونو له لوري د نیالګیو پسرلنی کمپاین پیل شو چې له مخې به یې، د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰زره مېوهلرونکي او غیرمېوهلرونکي نیالګي کېنول شي.
جوړو شویو مراسمو ته د میدانوردګ والي قاري بختیار معاذ وویل: «د نیالګیو کېنول، صدقه جاریه ده او له خلکو په ځانګړي ډول د ښوونځیو له زدهکوونکو، یې وغوښتل چې د خپل ولایت د زرغونتیا لپاره نیالګي کښېنوي.»
نوموړي د میدانوردګ اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګیو د کینولو تر کمپاین وروسته، د هغوی د ساتنې، اوبه ورکولو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میدانوردګ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي نیازمحمد عابد وویل، سږکال به د ولایت په کچه په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې ۳۰زره مېوهلرونکي او غیرمېوهلرونکي نیالګي کېنول شي.
نوموړي د دغه له اوسېدونکو او بزګرانو وغوښتل چې د نیالګیو په کېنول، ساتنه او پالنه کې له دولت سره همکاري وکړي.