د لوګر مرکز پلعلم ښار کې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شوی چې له مخې به یې ۲۵۰زره مېوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي نیالګي کېنول شي.
پلعلم کې د نیالګيو کېنولو کمپاین غونډې ته د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، د هوا ککړتیا ته په کتو ټولو هېوادوالو ته پکار ده چې په نوي کال کې په خپلو سیمو کې مېوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي نیالګي کېنوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دینپرور زیاته کړه، د نیالګيو کېنولو په اړه ولس ښه پوهاوی لري او باید په دغه کمپاین کې د لوګر له کرنې او مالدارۍ ریاست سره همکاري وکړي.
بلخوا د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي حبیبالرحمن پيراقا وویل، د کرني او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو او پلعلم ښاروالي په ګډه همکاري «د نن ورځې نيالګی؛ د راتلونکې هوساينه» په نوم د ۱۴۰۴ لمریز کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین رسما پیل شو.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد کمپاین په ترڅ کې به د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵۰ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنول شي.
د پل علم یوه اوسیدونکي محمد ادریس سلام وطندار راډيو ته وویل، هر کال په دغه ولایت کې سلګونه زره نیالګي کېنول کیږي، خو د اړونده ادارو د نه پاملرنې له امله له ځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
نوموړي د لوګر په ولایتي ادارې غږ وکړ چې د نیالګیو د کېنولو سربېره یې ساتنې او پالنې ته جدي پام وکړي.