د اسپانیا د هواپېژندنې ادارې(AEMET) اعلان کړی چې د روانې اګست میاشت کې دغه هېواد د تاریخ تر ټولو سختې تودوخې څپه تجربه کوي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د اګست له ۳مې څخه تر ۱۸مې پورې د تودوخې اوسط کچه د عادي حد په پرتله ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه وه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای پخوانی ریکارډ یې مات کړ.
چارواکي وايي چې په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله پراخې اورلګیدنې رامنځته شوي او سلګونه اور وژونکي د اور د کنټرول لپاره هڅې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ځینې کلي او مېشتځایونه تخلیه شوي او د کرنې سیمې د سوځېدو له ګواښ سره مخ دي.
کارپوهان وایي چې د تودوخې دغه بېساری زیاتوالی د اقلیم بدلون ښکاره نښه ده او که جدي اقدامات ونهشي، نو اسپانیا او د مدیترانې نور هېوادونه به د راتلونکو کلونو په اوږدو کې له ورته شدیدو ګرميو سره مخ شي.
د روغتیا چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د اړتیا پرته له کوره ونهوځي، کافي اوبه وڅښي او د تودوخې له مستقیم تماس څخه ځان وساتي.