Asset 1SWN

لوګر کې د سویل ختیځ زون په کچه رزمي لوبې ترسره شوې

لوګر رزمي لوبې سیالۍ

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو د ۱۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د سپورت رزمي یوه ورځينۍ سیالۍ ترسره شوې.

د دغه امریت امر مزمل نعیم‌زي نن (یکشنبه، اسد ۱۹) سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر په کوربتوب د المپیک ملي کمېټې له لوري جوړې شوې وې چې موخه یې د سویل ختیځ زون په کچه د لوبغاړو ترمنځ همغږي، ظرفیت لوړول او د استعدادونو پېژندل دي.

نعیم‌زي زیاته کړه، المپیک ملي کمېټه هڅه کوي چې ورته سیالۍ د سؤیل ختیځ زون په نورو ولایتونو کې هم جوړې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا د جوړو شویو سیالیو یوه ګډونوال صدیق احمد سلام‌وطندار ته وویل، دا ډول سیالۍ کولی شي چې د ولایتونو او زونونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ ظرفیت او اړیکې پياوړې کړي.

ده وویل، اړتیا ده چې د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټه د سؤیل ختیځ زون ورزشکارانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې په غوره لوبغاړو ډول ډول ډالۍ او ستاېنلیکنونه هم ووېشل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام