Asset 1SWN

سلام وطندار

د سوېلي‌کوریا ولسمشر د استعفا له پراخو غوښتنو سره مخ دی

OIP

د سوېلي‌کوریا ولسمشر یون سوک یول د بېړني پوځي حکومت له اعلان وروسته، له خپلې پرېکړې په شا شوی او اوس د استعفا له پراخو غوښتنو سره مخ دی.

په پلازمېنه سیول کې په زرګونو اعتراض‌کوونکي چې د پوځي حکومت له اعلان راهيسې د پارلمان مخې ته راټول شوي، د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوېلي‌کوريا پارلمان سه‌شنبه شپه د رايو په اکثريت د پوځي حکومت اعلانېدل رد کړل.

د بېړني پوځي حکومت ناڅاپي پرېکړه وروسته له هغې په پارلمان کې له مخالفت سره مخ شوه چې د نوموړي دغه هڅه د سیاسي فعالیتونو او رسنیو سانسور لپاره بلل شوې.

سوېلي‌کوریا د اپوزېسیون دموکرات ګوند د ولسمشر د استعفا غوښتنه کړې. د یاد ګوند یوه غړي پارک چان ویلي: «ټول ملت ته په ښکاره روښانه شوه چې ولسمشر یون نور د هېواد د اداره کولو توان نه‌لري. هغه باید له خپلې دندې استفا ورکړي.»

د سوېلي‌کوریا ولسمشر یون سوک یول له ۲۰۲۲ کال راهیسې ولسمشر دی او د ځينو ستونزو له کبله په ټولپوښتنو کې کم شهرت لري.

د سوېلي‌کوریا په پارلمان کې ډېری څوکۍ د مخالفو استازیو په واک کې دي او له همدې امله ولسمشر یول د قوانينو په تصويب کې له ستونزو سره مخ کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد هېواد د اساسي قانون له مخې، پارلمان کولای شي د رایو په اکثریت سره پوځي حکومت ړنګ کړي. له ۱۹۸۰ کال راهېسې دا لومړی ځل دی، چې په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلانېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام