د سوېليکوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شماليکوریا وروستی توغندیز ازمایښت د سیمې ثبات زیانمنوي او باید ژر تر ژره ودرول شي.
دغه توغندی د جمعې پر ورځ د شمال ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور توغول شوی و چې سیول یې د سختې غندنې ترڅنګ «د کوریا دواړو برخو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو هڅه» بللې ده.
دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پیونګیانګ باید نور پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي او د خبرواترو لاره خپله کړي. وزارت زیاته کړه چې د امریکا او سوېليکوریا ګډ کلنی پوځي تمرین د دفاعي ماهیت لرونکی اقدام دی او د سیمې د امنیت د پياوړتیا لپاره ترسره کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پیونګیانګ دغه ګډ تمرینونه «د جګړې تیاري» بللي دي، خو سیول وايي چې د شمال دوامداره توغندیزې ازموینې د ملګروملتونو پرېکړهلیکونه نقضوي او نړیوال امنیت ته خطر پېښوي.
تر دې پېښې وروسته، سوېليکوریا ویلي چې د هوايي او سمندري څارنې کچه لوړه شوې او له متحدینو سره همغږي روانه ده.