Asset 1SWN

سوېلي‌افریقا نن نړیوال جام کې له نیدرلنډز سره سیالي کوي

381974

د شل اووره سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن د دغه جام له ډي ګروپ څخه سوېلي‌افریقا له نیدرلنډز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام «شنبه، جون اتمه» د نیویارک په «ناساو کانټي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ سیالي ګټلې دي.

سوېلي‌افریقا لومړۍ لوبه کې سریلانکا له مخې پورته کړه او نیدرلنډز هم نیپال مات کړ.

له دغه ګروپ نن بنګله‌دېش او سریلانکا هم لوبه وکړه چې بنګله‌دېش په دوو وېکټو ترې وګټله. سریلانکا لوبډلې خپلې کړې دوه لوبې بایللې او داسې ښکاري چې بل پړاو ته به یې تګ ناشونی وي.

دا مهال په ډي ګروپ کې سوېلي‌افریقا په یوې بریا لومړی، نیدرلنډز هم په یوې بریا دویم، بنګله‌دېش درېیم، نیپال څلورم او سریلانکا هم وروستي ځای کې شتون لري.

د یادو سیالیو په لړ کې له سي ګروپ نن افغانستان د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له مخې پورته کړه او یوه تاریخي بریا یې خپله کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په روان شل اووره نړیوال جام کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دویمه پرله‌پسې بریا وه چې ترلاسه یې کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام