Asset 1SWN

سلام وطندار

یوشمېر ښځې: د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشوره نه‌شو ورکولی

ښځې 43

د هېواد په څو ولایتونو کې له ۲۸ ښځو سره د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۶ دغو ښځو د خپلو اولادونو په روزنه او برخلیک کې رول نه دی لرلی.

د دغو ۱۶ ښځو له جملې ۸ هغو ویلي چې مېړه یې د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشورو کې رول نه دی ورکړی او ۸ نورو ویلي چې دغه رول د خپل مېړه د کورنیو له لوري ورڅخه اخیستل شوی.

یو شمېر دغه ښځې وايي چې ناسم فرهنګي برداشتونه او د کورنیو فشارونه لامل شوي، څو هغوی کورنیو مسایلو کې د نظر او مشورې ورکولو له حق څخه محروم شي.

د دوی په وینا، دغه مسله کولی شي د ښځو پر وړتیاوو او واک منفي اغېز وکړي او د ښځو او مېړونو ترمنځ تعامل کې محدودیتونه رامنځ هت کړي.

له فاریاب ولایت څخه ۲۷ کلنه زلیخا چې تر لسانس پورې یې زده‌کړې کړي وايي: «په لويو پرېکړو لکه د ځمکې او کور پېرلو، له يوه ولايت څخه بل ولايت يا له يوه هېواده بل هېواد ته کډه کولو، د اولادونو ودونو او مالي چارو، پور او ځينو نورو مواردو کې ښځې ډېر کم واک لري او وروستۍ پرېکړه تل د مېړه يا د کورنۍ د نارينه غړي په لاس کې وي.»

د کندز ۴۰ کلنه اوسېدونکې شازيه هم له هغو ښځو ده چې د همدې ناسم دود قرباني شوې.

د هغې په وينا، د مېړه تر مړينې وروسته د اولادونو په اړه د مشورې او پرېکړې حق ترې اخيستل شوی.

«زما مېړه چې وفات شو، زموږ د کورنۍ ټولې پرېکړې زما د اېورونو په لاس کې دي. زه هېڅ واک نه‌لرم چې د خپل ځان، خپلې کورنۍ او اولادونو په اړه پرېکړه وکړم. د اېورونو تر لاس لاندې يم. د خپلو اولادونو بشپړ واک هم زما په لاس کې نه دی، هېڅ برخه نه لرم، زما نظر هېڅ ارزښت نه لري، آن زما د اولادونو واک هم د هغوی د کاکاګانو په لاس کې دی.»

د کندز بله اوسېدونکې لېدا چې ۳۵ کاله عمر لري، ورته کیسه کوي او وايي: «د تعليم او تربيې په اړه زما نظر مهم نه ګڼل کېږي. هر څه چې د خسر کورنۍ ووايي، هماغه بايد وشي. که ووايي چېرته ځو، ځو؛ که ووايي نه ځو، نه ځو. زما لور يې ښوونځي ته پرېنښوده. لور مې ځوانه شوې، خو زه د هغوی په ژوند کې هېڅ واک نه لرم. داسې فکر کوي لکه زه چې د هغوی مور نه يم او يا هېڅ حق ونه لرم.»

ناوړه دودونو تل افغانستان کې د یو شمېر ښځو ژوند ور وران کړی.

۴۰ کلنه رقیه وايي چې لور یې لا ماشومه وه چې د هغې له رضایت پرته واده کولو ته اړ شوه او اوس یوازې د هغې اولادونه ترې پاتې دي.

«یوه لور مې لرله چې ۱۲ کلنه وه، کوژده یې کړه. زه خبره نه‌وم او راضي هم نه‌وم. لږه موده یې د کور ژوند وکړ، وروسته وفات شوه. دوه کوچني ماشومان ترې پاتې شول، یوه لور او یو زوی. له ما هېچا نظر وانه خیست، یوه ورځ خبره شوم چې واده شوې ده، خو په پای کې هغه هم مړه شوه.»

دې سره، حقوق‌پوه پروېز خلیلي وايي چې په حنفي فقه کې ښځو ته د کور او اولادونو په چارو کې صلاحیت ورکړل شوی او هېڅوک حق نه لري دا قانوني او شرعي حق ترې واخلي.

«ښځه د شریعت، قانون او د افغانستان د حاکم عرف له مخې د مشورې ورکولو صلاحیت لري. ښځه کولی شي په هغو چارو کې چې له هغې سره تړاو لري، خپلې کورنۍ، اولادونو، مالي موضوعاتو، د کورنۍ د پرمختګ، علمي ودې، ځای او حیثیت په اړه مشوره ورکړي. د شریعت، قوانینو او نافذه عرف له مخې ښځه دا واک لري چې د کورنۍ په چارو کې خپل مېړه، پلار، مور، ورور او اولادونو ته مشوره ورکړي.»

دیني عالم شریف‌الله شریفي وايي، اسلام او شریعت ښځو ته کرامت او درناوی ورکړی او هغوی د کورنۍ په ټولو چارو، په ځانګړي ډول د اولادونو د روزنې او راتلونکې په اړه، د پرېکړې او مشورې حق لري.

«الله تعالی ښځې او سړي ته په ټولو چارو کې یو شان حق ورکړی. همداراز، الله تعالی ښځه د خپل مېړه په کور کې د اولادونو د سرپرستې او مسؤولې په توګه ټاکلې. ښځه د کور دننه د آمرې په توګه ټاکل شوې چې څه باید وشي او څه ونه شي. لکه څنګه چې د خدای رسول ﷺ فرمایي، ښځه په خپل کور او کورنۍ کې د شپانه په څېر ده او د قیامت په ورځ به د همدې مسؤولیت په اړه ترې پوښتنه کېږي، که د اولادونو په اړه وي او که د سالمې مشورې په اړه او یا هره بله دنده وي.»

د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منگل د ښځو نظر ته پام نه کولو او د منفي اغېزو په اړه یې خبرداری ورکوي:

هغه وايي: «د ښځې د نظر او رضایت له پامه غورځول، په کورنۍ کې د هغې د غږ چوپول دي چې پایله یې په ځان د باور کمېدل، خپګان او د بې‌ارزښتۍ احساس دی. د کورنۍ په کچه دا کار د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ لامل کېږي او د اولادونو پر ناسمې روزنې هم اغېز کوي. د ټولنې په کچه د ښځو ونډه کمه شي او د نابرابرۍ او تاوتریخوالي کړۍ لا پیاوړې کېږي.»

بل لور ته، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولان تاییدوي چې ښځې د کورنۍ د چارو په سمبالښت کې د مشورې او پرېکړې حق لري او دا وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهاوي پروګرامونه پلي کوي، څو کورنۍ د ښځو له حقونو خبر شي.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وايي: «د اسلام مبارک دین له مخې ټولنه له نارینه او ښځو جوړه ده. لکه څنګه چې ښځې د کور په سمبالښت او د ستونزو په حل کې رول لري، همداسې د مېرمنې په توګه د کورنۍ په چارو، په ځانګړي ډول د اولادونو د روزنې په برخه کې رول او صلاحیت لري. وزارت د ښځو د صلاحیتونو په اړه کار کوي، دغه صلاحیتونه روښانه دي. په دې برخه کې عملي کارونه شوي او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهاوي لړۍ روانه ده، څو ښځې د خپلو حقونو او صلاحیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.»

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې ښځې په کې ګڼو نورو برخو کې هم له یو لړ محدودیتونو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام