Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې ۲۱ ښوونځیو ته د لمریزې برښنا سېسټم فعالېږي

ششش

د پکتیکا د پوهنې ریاست د ښوونیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه اعلان کړی چې د ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې به ۲۱ ښوونځیو ته د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت د لمریزې (سولر) برښنا سېسټونه ولګول شي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سېسټمونه د پوهنې له یوه همکار بنسټ سره په مالي او تخنیکي همکارۍ فعالېږي.

د دې پروژې موخه دا ده چې د ښوونځیو اداري او درسي چارو ته د دوامدارې برښنا اسانتیاوې برابرې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد له نورو بنسټونو هم غوښتي چې د پوهنې په برخه کې ورته رغنیزې او تخنیکي مرستې وکړي، څو ښوونځي د عصري خدمتونو څخه برخمن شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد سولري سېسټمونه به د ښوونځیو د اړتیاوو له مخې، د ۷، ۵ او ۱۰ کیلوواټو په ظرفیت فعال شي او په‌کې هایبریډ انورټرونه، بیټرۍ، سولر تختې او اړوند نور تخنیکي تجهیزات شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام