د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبه دلوې لومړۍ / جنوري ۲۱ یوه خبرپاڼه کې سبا پنجشنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې کابل، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، فاریاب، سرپُل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدانوردک، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونه شاملیږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې مختلفو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ مليمترو او د واورې هم له ۱۰ تر ۶۵ ساتني مترو پورې ووسي.
د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په شمول مرکزي ولایتونو کې د شدیدیو بادونو اټکل هم کړی چې سرعت به یې ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.