Asset 1SWN

له هلمند څخه پاکستان ته د قیمتي توکو د قاچاق مخه نیول شوې

00bcf899-eb42-463b-bed8-15e12e318bd5

د هلمند له بهرامچې ولسوالي څخه پاکستان ته د یو‌شمېر قیمتي توکو د لېږد مخه نیول شوې.

د هلمند د ۲۱۵ عزم‌قول اردو ویاند محمدرسول مسعود وايي چې د دې قول‌اردو اړوند سرحدي ځواکونو له قیمتي توکو بار ۶۵ موټر نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، له قیمتي توکو بار دغه موټر په غیرقانوني توګه پاکستان ته تلل.

د یاد قول‌اردو ویاند محمدرسول مسعود وویل: «۶۵ باروړونکو سېپا موټرانو غوښتل ګاونډي هېواد پاکستان ته د بېلابېلو قیمتي توکو په قاچاقي او غیري قانوني لارو لېږد رالېږد وکړي چي د ۲۱۵ عزم قول‌اردو سرحدي ځواکونو له لوري ونیول شول.»

هغه دا نه‌دي ویلي چې په دغه موټرو کې کوم قیمتي توکي پاکستان ته لېږدول کېدل؟

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم له دغه ولایت څخه ګاونډیو هېوادونو ته په قاچاقي توکه د توکو د لېږد مخه نیول شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام