د کندهار کرنې ریاست په ریګستان ولسوالي کې د طبیعي بوټو د ساتنې لپاره ځانګړی کمپاین پیل کړی چې پرمهال یې، پاکستان ته د «شملغې بوټو» د قاچاق مخه نیول شوې.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رېګستان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي لپاره کمپاین کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي چې دغه بوټي د کاروان راه په سیمه کې هغه مهال نیول شوي چې یوه کس غوښتل پاکستان ته یې، ولېږدوي.
په دې عملیاتو کې یو عراده سیپاموټر او قاچاق کوونکی نیول شوی دی.
د کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې د ورته غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره ګڼ کمپاینونه کړي دي.
دوه اونۍ وړاندې هم په ښورابک ولسوالي کې د شملغې بوټو د قاچاق مخه نیول شوې وه.