د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو معروف او ریګستان کې د امنیتي ارګانونو په همکارۍ تېره ورځ پنجشنبه ناوخته پاکستان ته د ۸۶۴ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې.
دی وايي، ۴۴۴ پسونه د معروف ولسوالي له «اعلا جرګي» سیمې او ۴۲۰ پسونه د ریګستان ولسوالي له «رزه ګیټ» سیمې پاکستان ته قاچاق کېدل چې مسوولانو یې مخه نیولې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي او اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۷۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
د کندهار محلي مسوولان ټینګار کوي چې د قاچاقي لارو د بندېدو، د څارویو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي او د حیواني محصولاتو د کیفیت کنټرول لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي.